ننګرهار: د بدخشان له ناورین ځپلو سره د مرستو لړۍ دوام لري

په ننګرهار کې د جميعت اصلاح په نوم يوې ټولنې د بدخشان ولايت له ناورین ځپلو لپاره په جلال اباد کې په سلګونه زره افغانۍ مرستې راټولې کړي او د ضرورت وړ توکي يې پرې اخيستي چې د نهې پر ورځ يې د مرستو رسولو په خاطر له جلال اباد څخه د بدخشان په لور د يوه کاروان په توګه حرکت وکړ.

په ننګرهار کې د جميعت اصلاح په نوم يوې ټولنې د بدخشان ولايت له ناورین ځپلو لپاره په جلال اباد کې په سلګونه زره افغانۍ مرستې راټولې راتولې کړي او د ضرورت وړ توکي يې پرې اخيستي چې د نهې پر ورځ يې د مرستو رسولو په خاطر له جلال اباد څخه د بدخشان په لور د يوه کاروان په توګه حرکت وکړ.

د تيرو دوه اونۍ په دوران کې د جمعيت اصلاح په نوم د يوې خيريه ټولنې غړو د جلال ابا ښار په بیلابيلو چوکونو کې امدادي کيمپونه لګولي وو او د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ له مصيبت ځپلو سره يې خلکو مرستې راټولولې.

د افغانستان په ختيځ کې د دغه خيريه ټولنې مشر حاجي عبدالرحيم صراف وايي چې مخکې يې هم د بدخشان ولايت ناورین ځپلو ته په يوه جوپه کې مرستې ور رسولې وې او دا ځل يې هم د سلګونو اړو کورنيو لپاره د اړتيا وړ توکي راټول کړي چې ډير ژر به يې اړو کورنيو ته وسپاري.

« چې څومره د چا وسه شوې ده هغوی کوشش کړی دی. مرستې يې دلته راورسيدې، د سرو زرو غوږوالۍ يې راليږلې وې، او ان شا الله په ډير امانت باندې به نن، وروسيږي. او څه شيان چې راټول شوي، هغه به ان شا الله بيا هم راټوليږي. او په ټولو سيمو کې چې کوم مشکل رامنځته شوی و، کوم ناورينونه راغلي وو، په متوازن شکل باندې دا بسپنه هلته رسيدلې ده او توریع شوې ده.»

دا چې په دې مرستو کې کوم اړين توکي راټول شوي، عبدالرحيم صراف يې راته وايي:

« اته زره جوړه جامې خلکو بسپنه کړې ده. دوه سوه جاینمازونه، د ۲۴۰ کورونو لپاره مو د کور لوښې او نور اسباب د خلکو په مرستو اخيستې دي.»

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال تمه څرګنده کړه چې راټولې شوې مرستې به مستحقو کسانو ته ورسيږي.

« خوشحاله يم د جميعت اصلاح له دفتر نه چې دوی څو ځلې هلته تللي او هلته يې د خلکو ټولې نيازمندۍ، ضرورتونه او اړتياوې معلومې کړي دي او د هغې مطابق هلته مرستې ويشي. د دوی کارونه تقریباٌ زموږ د حکومتي برخې نه هم ډير منظم دي. خدای دې نور هم توفيق ورکړي.»

د يادو ده چې د غويي د مياشتې په دولسمه چې د مۍ د مياشتې له دويمې نيټې سره برابره وه، د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې د ښويډو له امله په سلګونه تنه وژل شوي ول، په سلګونه تنه ټپيان شوي ول او په زرګونه تنه په کې بي کوره شوي ول.