د ولایتي شورا د ټاکنو لومړني نتایج اعلان شول

د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي، چې د ولایتي شوراګانو انتخاباتو ابتدایې نتایج نن(سېشنبه) اعلان شول.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي، چې د ولایتي شوراګانو انتخاباتو ابتدایې نتایج نن(سېشنبه) اعلان شول.


د دې کمیسون مرستیال عبدالرحمان هوتکي نن په یوه خبرې کنفرانس کې وویل، چې په دې اړه ټول معلومات د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په ویب سايټ کې موجود دي.

ټاکل شوې وه چې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لومړني نتایج د ثور په 27 نیټه اعلان شوې وی خو دوي وايې چې دښه شفافیت له امله دا پروسه یو څه وځنډیده.

ښاغلي هوتکي همدارنګه د مدني ټولنو له سازمانونو وغوښتل چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په دویم پړاو کې د خلکو دعامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي.