"د ارباب ظاهرکاسي د خوشې کېدو لپاره پیسې غواړي”

په بلوچستان کې عوامي نېشنل پارټۍ وايي په بلوچستان کې د دوی د تښتول شوي صوبايي صدر ارباب ظاهر کاسي د خوشې کولو په بدل کې ترې وسله وال د پیسو غوښتنه کوي.

د دغه ګوند یو مشر رشید ناصر د دوشنبې پر ورځ مشال ریډیو ته وویل وسله وال ورته د پیسو لپاره ټیلیفونونه کوي خو دوی یې د ورکولو وس نلري.

د یادونې وړ ده، چې ظاهر کاسي پروسږکال وسله والو تښتولې، دا راز د پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني زوی علي ګیلاني او د اسلامیه کالج یونیورسټۍ پخوانې مشر پروفېسر ډاکټر اجمل خان هم له ډیرې مودې راهیسې د وسله والو په ولکه کې دي.