خبرونه شمالي وزیرستان کې تر اته ورځو وروسته ګرځبندیز ختم شو مې ۱۶, ۲۰۱۴ دا اعلان نن ( جمعه) د وزیرستان جرګې او د پولیټیکل انتظامیې تر منځ تر غونډې وروسته شوی دی. د سیمې اوسېدونکي وايي، که څه هم دوی اوس تګ راتګ کولای شي خو په سیمه کې د خوړو کمښت دی او حکومت دې د دوی سیمو ته د خوړو رسوونکو ګاډو ته اسانتیاوې ورکړي.