د شکیل افریدي وکیل وايي ورته ګواښونه کیږي

سمیع الله افریدی

مدافع وکیل سمیع الله افریدی وايي د ګواښونو له وجې یې د ډاکټر شکیل افریدي مقدمه پریښې ده . ډاکټر شکیل افریدی د القاعده د پخواني مشر ا سامه بن لادن په اړه د امریکایي استخباراتي ادارې سره د مرستې کولو په تور نیول شوی ، او اوس پرې مقدمه روانه ده. د هغه د وکیلانو له ډلې یو تن یې چې سمیع الله افریدی نومیږي وايي وسله والو ورته ګواښونه کول :

((دا ډیر د حساس نوعیت کیس دی. له همدې وجې ما نشول کولای چې په دې کیس کې پرمختګ وکړم. ))

مدافع وکیل سمیع الله افریدی وايي تر دې وړاندې هم ورته وسله والو د مرګ ګواښونه کول او له همدې وجې نه ده د حالاتو تر ښه کیدو پورې یو بهرني هیواد ته هم سفر کړی و. نوموړی وايي په پاکستان کې د حکومت د کمې پاملرنې له وجې وکیلان تل په لارو کوڅو کې وژل کیږي.

د ډاکټر شکیل افریدي کیس په فاټا ټراییبیونل کې روان دی، او د روان کال په مارچ کې د هغه په سزا کې لس کاله کمی وکړل شو، خو وکیلان یې وایي دوی د دغه فیصلې نه ندي مطمیین او اپیل به کوي.