د بډه بېرې چاودنې سلمان اپرېدی له خبرو ویوست

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پيښور بډه بېرې ۱۶ کلن سلمان اپرېدی پروسږ کال د جون پر ۳۰مه نېټه د بډه بېرې بازار په چاودنه کې دومره سخت ژوبل شو چې د ساه نلۍ یې هم شلېدلې ده. دی اوس خبرې نشي کولاي. ډاکټران وايي، چې د سلمان اپرېدي د ساه نلۍ په بهرني هېواد کې بدلېدای شي خو د دوی کورنۍ دومره وس لري چې بهر ته یې د علاج لپاره یوسي.