د هنګو په ټل بازار کې د بمي چاودنې ضد هړتال

Pakistan -- Pashtunkhwa: Map of Hangu

دوکانداران وايي، تر هغو چې یې غوښتنې منل شوې نه وي خپل احتجاج به جاري ساتي. دوی زیاتوي چې تر اوسه یې پوښتنې ته هېڅ حکومتي استازی نه دی ورغلی.

په هنګو ضلع کې له بمي چاودنې وروسته د ټل دوکاندرانو په احتجاج کې هړتال کړی دی دی.
د ټل بازار د تاجرانو تنظیم مشر عبدالله جان مشال ریډیو ته وايي چې په سیمه کې امنیت ساتلو لپاره له اخیستل شويو ګامونه ډاډه نه دي، ځکه له څه مودې راهیسې په سیمه کې د ترهګرۍ پېښې مخ په زیاتېدو دي.


نوموړي له حکومته د ژغورنې یقیني کولو غوښتنه وکړه.

دوکانداران وايي، تر هغو چې یې غوښتنې منل شوې نه وي خپل احتجاج به جاري ساتي. دوی زیاتوي چې تر اوسه یې پوښتنې ته هېڅ حکومتي استازی نه دی ورغلی.

د سیمې تحصیلدار مصدق حسېن د مشال راډيو له خبریال طارق اورکزي سره په خبرو کې وویل، په احتجاج خبر دي خو زیاتوي، هر کس ته امنیت ورکول ناممکنه خبره ده. نوموړی وايي، چې په سیمه کې د امنیت ساتلو لپاره ځای پر ځای پوستې جوړې شوې او د خلکو تلاشیانې هم اخیستل کېږي.

د یادولو ده چې د ګل/دوشنبې پر شپه د ټل په ویسیارو مارکیټ کې بمي چاودنه شوې وه چې پکې د موبایلونو یوه دوکان ته یې سخت زیان اړولی دی.