د وسله والو طالبانو مخکینی نظامي مشر ملاعبدالقیوم ذاکر په پاکستان کې نیول شوی دی.
د افغانستان د ملي امنیت یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وویل چې د طالبانو دا مشر د پاکستاني طالبانو له خوا بندي شوی دی.
سرچینې که څه هم د ملا ذاکر د نیول کیدو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل خو له دې مخکې په راپورونو کې راغلي و چې ملا عبدالقیوم ذاکر د بدن د فزیکي کمزورتیا له امله له خپلې دندې استعفی کړې ده.
تر اوسه پورې نه ده څرګنده چې ملاعبدالقیوم ذاکر ولې د پاکستاني طالبانو له خوا نیول شوی دی.