د پاکستان امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې دغه وسلوال په دا وروستیو کې پر لواړګي پوځي چاوڼۍ په راکټي حملو کې ککړ ول. خو وسلوالو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان امنیتي ځواکونه او پولیټیکل چارواکي وایي، چې بېګا شپه د خېبر ایجنسۍ په لواړګي خوږا خیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځه په یوه نښته کې درې مشکوک وسلوال وژل شوي دي او د فرنټیېر کور (اېف سي) دوه سرتېري ژوبل دي.
دوی ادعا کوی چې دغه وسلوال په دا وروستیو کې پر لواړګي پوځي چاوڼۍ په راکټي حملو کې ککړ ول. خو وسلوالو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.