د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د یوې کورنۍ غړو د وژنې په غبرګون خلکو مظاهره کړې ده.
د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د یوې کورنۍ غړو د وژنې په غبرګون خلکو مظاهره کړې ده.
دا مظاهره وروسته خلکو ته د چارواکو له خوا د پلټنو تر باور وروسته پای ته ورسېده. پولیسو او ځايي اوسېدونکو نن د جمعې پر سهار مشال راډیو ته وویل، بېګا د شپې شاوخوا ۱۲ بجې په یار حسین کلي کې وسله والو پر یوه ګاډي ډزې وکړې او د یوې کورنۍ پینځه کسان یې ووژل.
د وژل شویو خپلوان وايي، تر اوسه نه ده مالومه چې دا کسان چا او ولې وژلي دي.