جو بایډن اوکراین ته ځي

د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن به اوکراین ته د دوه ورځو په دوره ځي. نوموړي به هلته حکومتي چارواکو او د مدني ټولنو مشرانو سره د اوکراین په تاوتریخوالي خبري کوي.
وايټ هاوس ويلي جوبایډن به سبا د يوکراين لنډه مهال ولسمشر الیګزینډر تورښینوف او وزیراعظم سره د اقتصاد ، توانايئ، او د مشرقي اوکراین د حالاتو د ثبات پر ځای کولو لپاره د نړیوالې ټولنې په هڅو خبري کوي.