'هیڅ ستونزې مو د رایې له ورکولو نه شي راګرځولای'

د افغانستان په خوست کې خلک رایې اچوي

کابل: د افغانستان په زابل ، غزني او ميدان وردګو کې هم د هېواد د نورو سيمو په څېر زرګونه خلک د رايې ورکولو د مرکزونو پر خوا روان دي او غواړي چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد ولسمشر وټاکي.

دوی وايي ، رايه ورکول يې حق دی او هيڅ ستونزه دوی له رايې ورکولو نه شي راګرځولای.
د مشال راډیو خبریال له څو کسانو سره خبرې کړې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په افغانستان کې د روانو انتخاباتو په اړه د خلکو نظر دلته واورئ