په کوټه کې د وسله والو په ډزو کې درې کسان وژل شوي دي.

پېښه نن (چارشنبه) ماسپښين د ښار په سیټېلایټ ټاون کې شوې ده چې پکې دوه ښځې هم ټپي شوې دي.


د سیمې پولیسو یوه مشر عمران قریشي تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل، وسله والو پر یوه موټر ډزې وکړې چې پکې درې کسان ځای پر ځای ووژل شول. د پېښې پړه چا نه ده منلې.