اورمړي ژبه د مړه کېدو له خطر سره مخامخه ده

د جنوبي وزيرستان کاڼیګورم برکيان وېره ښودلې چې د دوی لرغونې ژبې اورمړي د ژوندي پاته کېدو له خطر سره مخامخه ده. دوی وايي حکومت ورته د دوی سیمه د دې لپاره بيا اباده کړې چې ژبه یې په خپل پخواني حالت کې ژوندۍ پاته شي.

د جنوبي وزيرستان کاڼیګورم برکيان وېره ښودلې چې د دوی لرغونې ژبې اورمړي د ژوندي پاته کېدو له خطر سره مخامخه ده. دوی وايي حکومت ورته د دوی سیمه د دې لپاره بيا اباده کړې چې ژبه یې په خپل پخواني حالت کې ژوندۍ پاته شي.


د برکي قبيلې شاعر روزي خان برکي چې په اورمړي ژبه یې څېړنې هم کړې دي وايي، اوس د ژبې ویونکې خواوشا ٢٥٠٠٠ ته راټیټ شوي دي. د ده په خبره چې د دوی ژبه ان په چترال او ګلګت بلتستان کې تر ویونکو ژبو څخه له زيات خطر سره مخامخه ده.

روزي خان وايي، اورمړي ژبه اله د ژوند او مرګ له خطر سره مخامخه شوله کله چې یې په سیمه کې د ناامنیو له لاسه خلکو د پاکستان نورو برخو ته کډې یووړې.

د ده به خبره چې اوس په جنوبي وزيرستان کې حالت تر پخوا ښه شوي دي نو پکار ده چې د دوی وګړي خپلو سیمو ته پرېښودل شي.

"حکومت دې صرف دومره وکړې چې موږ خپلو سیمو ته ستانه کړي او که داسې ونشول نو زموږ درې زره کاله لرغونې ژبه به مړه شي. او که دا ختمه شوه نو دا نه یوازې زموږ د قام، ملک بلکې ټولې نړۍ او انسانيت ته نقصان دی. بس له حکومته مو لومړۍ غوښتنه دا ده چې خپلو سیمو ته مو ستانه کړي"

روزي خان زياته کړه پښتو او اورمړي خويندې ژبې دي خو په دې کې تر پښتو زيات غږونه دي.
دی وايي، د اورمړي ژبې ټکي یې هم ترتيب کړي دي او د خپلې ژبې ژوندي ساتلو لپاره یې یوه ادبي ټولنه هم جوړه کړې ده چې په برکي ادبي ټولنې ياديږي او شاه خوا ١٥ شاعران یې غړي دي.

"ګورې اورمړي واحده ژبه ده چې خپل اصلي اوازونه یې تر اوسه ژوندي ساتلي دي. او دغه اوازونه نه په پښتو کې شته، نه په فارسي کې، نه په بلوڅي کې، او نه هم په پشهي ژبه کې شته او دغه رنګ د ختیخې ایرانۍ څانګې نورو ژبو کې هم د اورمړي ځانګړي غږونه نشته."

د اورمړي ژبې يو بل شاعر طارق اقبال برکي هم په دې لړ کې وايي، چې د نارينه وو په نسبت په کور کې اوسېدونکو ښځو یې خپله ژبه ژوندۍ ساتلې ده خو بيا هم په اوسني وخت کې د خپلې ژبې د ختميدو وېره لري.

دی وايي په دې هم اندېښمن دي چې که يې پر ژبه د نورو ژبو اثرات زیاات شو نو په سيمه کې به یې د ځینو بوټو، مرغانو او داسې نورو څیزونو چې خپل نومونه لري، له منځه ولاړ شي.

"زموږ دا کوشش وي چې يو ځای کينو او سوچ وکړو چې موږ به خپله ژبه څنګه ژوندۍ ساتو. زموږ په ژبه کې اوس هم ځینې ټکي داسې دي چې نوي کهول ته یې په اړه مالومات نشته. او زموږ کوشش دی چې خپل نوي کهول ته هغه ټکي وروپېژنو"

بلخوا وګړپوهه سهيل خان برکي وايي، د روس يو څيړنکار د افغانستان په لوګر سيمه کې د اورمړي ژبې په اړه يو تحقيق کړی وو او هغه ويلي ول، چې دا ژبه ٧٠ فيصده هم نه ده پاتي. او په دې لړ کې تير کال په اسلام اباد کې اورمړي ژبويونکو سره يې کانفرنس هم کړی وو.

د ده په وينا اورمړي ژبه صرف د وزيرستان کاڼیګورم سيمې پورې محدوده پاتې ده، هېچرې یې ویونکي نشته.

"ژبه چې تر څو پورې نه ويل کېږي نو د دې بقا شونې نه وي. که څوک د ژبې کتابي شکل هم جوړوي نو د هغه لپاره يو کلتور پکار وي. يو ټولنه پکار وي. زه خو دا وايم چې که زموږ په علاقه کې امن راشي او خلک واپس لاړ شي. او دغه رنګ که حکومت په دې لړ کې خپل کوشش وکړي، چې کوم په کاڼیګورم کې پرايمرې سکولونه دي او هلته ورته د دې ژبې تعليم پیل کړي نو دا ژبه خوندي پاته کيداى شي"

د اورمړي ژبې شاعر روزي خان په دې هیله دی چې څنګه خيبر پښتونخوا حکومت چترالي، هندکو او توروالي ژبو کې ابتدايې تعليم پېل کړی دی نو يو ورځ به داسي هم راشي چې اورمړي ژبې ته هم پام واړول شي.