د ملګرو ملتونو د تعلیم ځانګړی استازی ګورډن براون وايي نړیواله ټولنه به په راروانو څلورو کلونو کې پاکستان ته د تعلیم لپاره یو ارب امریکایې ډالر ورکوي.
د پاکستان د سرکاري راډیو ترمخه ګورډن براون دا خبرې په یو نړیوال کنفرنس کې کړي دي.
ګورډن براون زیاتوي چې دغه پیسې به مرکزي او صوبایې حکومتونو ته د سکولونو د ودانیو جوړولو، د سامانونو اخیستلو اود استاذانو په روزنه لګول کیږي.
په پاکستان کې په عمومي توګه او په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې په خصوصي توګه د ترهګرۍ له امله په سلګونو سکولونه تبا شوي دي.