د افغانستان فاریاب کې ځانمرګي برید ۱۵ تنه ووژل ۳۵ ژوبل

د افغانستان په شمال کې د فارياب ولايت په مرکز مېمنه کې نن د سېشنبې پر ورځ له غرمې مخکې په يوه ځانمرګي بريد کې ۱۵ تنه افغان ولسي وګړي وژل شوي دي.. د دې ولایت د عامي روغتیا مشر عبدالعلي حلیم مشال راډيو ته وویل چې په دې پیښه کې ژوبل ۳۱ ټپیان یې روغتون ته وړي دي.


د فارياب ولايتي چارواکو هم د بريد پخلی کړی دی خو د دغه ولايت امنیه قومندان توريالي عبدیاني مشال راډيو ته ويلي چې تر اوسه دتلفاتو کره شمېره نه ده معلومه خو دا یې تایید کړل چې په ټپیانو کې دوه پولیس هم شامل دي.

لا تراوسه د دې بريد پړه هېڅ یوې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.