په راتلونکیو ټاکنو کې به د رسنیو ونډه څرګنده وي

د خوست ولایت چارواکي وايي، رسنۍ توانیدلي د راتلونکیو ټولټاکنو په باب ښې او اغیزمنې خپرونې، رپوټونه، مناظرې او ګردي میزونه ترسره کړي،

د خوست ولایت چارواکي وايي، رسنۍ توانیدلي د راتلونکیو ټولټاکنو په باب ښې او اغیزمنې خپرونې، رپوټونه، مناظرې او ګردي میزونه ترسره کړي، چې دا کار د ټاکنو د بهیر سره د خلکو د ډېرې لیوالتیا سبب شوی، دوی هیله وښوده، که د ټولنې هر قشر، مدني ټولنه او حکومتي اداره په دې توګه تر پایه خپل رسالت سرته ورسوي، نو راتلونکیو ټاکنو کې به له یوې خوا تر یوه بریده د درغلیو مخه نیول شوي وي او بل لوري ته به په دې ملي بهیر کې د خلکو ګډون هم پراخه وي.


یادې څرګندونې د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول مبارزمحمد ځدراڼ د جمعې په ورځ د سولې او جګړې د راپور ورکولو انسټیټیوټ له خوا په هغه رسنیزه مناظره کې په ډاګه کړې، چې په کې د رسنیو او مدني ټولنې غړو او یو شمېر ځوانانو برخه اخیستې وه:

((زموږ د رسنیو دوستانو ډېر مهم پروګرامونه او برنامې د خپلو غږیزو رسنیو څخه د خپلو انځوریزو رسنیو څخه او د چاپي مطبوعاتو څخه خپل ولس ته وړاندې کړي دي، په هماغه اساس موږ ډاډه یو، لکه څرنګه چې زموږ ولس د نوم لیکنې په بهیر کې ګډون کړی دی په همدې توګه به د ۱۳۹۳ یم لمریز کال د وري په ۱۶ مه ټاکنیزو حوزو ته هم ورشي، فعاله برخه به واخلي او په ډېر جرئت سره به نوماند ته که هغه د ولسمشری په کچه دي او که د ولایتي شوراګانو په کچه دوی به رایه ورکوي او هغه به په راتلونکې کې خپل هېواد او هېوادوالو ته وړاندې کوي.))


د ملي احساس ورځپاڼې مسوول مدیز سپین روان نورزي د سیمه ییزې ادارې، ټاکنو کمیسیون او نورو اړوندو ادارو غوښتنه وکړه، تر څو دوی ته په لیرو سیمو کې د ټاکنو د مسائیلو د پوښښ او راپور ورکونې له پاره زمینه جوړونه وکړي:

((موږ هیله من یو، ولایت مقام او د ټاکنو کمیسیون او نورې اړوندې ادارې به موږ ته ههغه امکانات په برابر راکړي، چې موږ وکولای شو، هغو لیرې پرتو سیمو او هغو نقاطو ته هم ولاړ شو، هلته د دوی د مرستې په مټ د ټاکنو د بهیر له څرنګوالي نه راپورونه راټول او بیا حقایق خلکو ته ورسوو، او د خلکو هغه تشویشونه او اندېښنې چې د ټاکنو د بهیر له بیلابیلو خواوو څخه يې لري، نیغ په نیغه يې د مسوولینو سره شریک کړو.))

د مدني ټولنې فعال سیدالرحمن ایمان په خپلو خبرو کې د ټاکنو د شفافیت له پاره د ملي او نړیوالو ناظرینو، د رسنیو استازو او په خپله د ولس فعاله برخه اخیستنه مهمه وبلله:

((موږ باور لرو که نړیواله ټولنه، د نړیوالې ټولنې څارګر، رسنۍ، د ولسمشرۍ د کاندیدانو ناظرین، همدا شان د ولایتي شوراګنو د کاندیدانو ناظرین همداسې که ولس خپل مسوولیت اداء کړای شي، ټاکنې به رڼې او شفافې ترسره شي.))

شاعر او لیکوال محمدجلال حقیقت ځدراڼ د خلکو په عامه پوهاوي، استقامت ورکونه او د ولس په هڅونه کې د رسنیو او مدني ټولنې ونډه په دې شرط چې خپل رول ترسره کړي، خورا مهمه ګڼي:

((مدني ټولنه او رسنۍ کولای شي، په هېواد کې لوی بدلون رامنځته کړي، دوی کولای شي خلکو ته داسې نوماندان وروپیژني، چې هغه واقعاً د ټولنې د خلکو د دردونو او مشکلاتو څخه باخبره وي.))

د یادونې وړده، ټاکل شوې په افغانستان کې د ولسمشری او ولایتي شوراګانو له پاره ټولټاکنې د روان ۲۰۱۴ زیږدیز کال د اپریل په پنځمه نیټه، چې د ۱۳۹۳ یم لمریز کال د حمل میاشتې ۱۶ مې نیټې سره سمون خوري ترسره شي.