"کلیوالي سیمو ته دې ټاکنیزې مبارزې وغځول شي"

د خوست ولایت د بیلابیلو مدني بنسټونو او ټولنیزو سازمانونو غړي د خوست د ټولو خلکو غواړي، چې په راتلونکیو ټولټاکنو کې په پراخه کچه برخه واخلي او هغه چا ته د باور او اعتماد رایه ورکړي، چې هغوی خلکو ته د خدمت کولو وړتیا او ژمنتیا ولري.

د خوست ولایت د بیلابیلو مدني بنسټونو او ټولنیزو سازمانونو غړي د خوست د ټولو خلکو غواړي، چې په راتلونکیو ټولټاکنو کې په پراخه کچه برخه واخلي او هغه چا ته د باور او اعتماد رایه ورکړي، چې هغوی خلکو ته د خدمت کولو وړتیا او ژمنتیا ولري.


دوی د نوماندانو څخه هم غوښتنه کوي، چې یوازې په ښارونو کې په ټاکنیزو مبارزو او منډو ترړو بسنه ونه کړي، بلکې هڅه دې وکړي، چې خپلې انتخاباتي مبارزې ولسوالیو، اطرافي سیمو، کلیو او بانډو ته هم وغځوي تر څو د خلکو ګډون په دې ملي بهیر کې پراخ شي.

د ورزشکارانو د فدراسیونونو او رزمي کلپونو په استازیتوب محمدیونس اهنګر مشال راډیو سره په خبرو کې د نوماندانو غوښتنه کوي، چې هغه چا ته دې د باور رایه ورکړي، چې سبا پرې نه پښیمانیږي:

((په اول قدم کې باید د ولایتي شورا کاندیدان باید ولسوالیو ته وغځوي، تر څو د ولسوالیو خلک د دوی په انتخاباتي مبارزو او برنامو باندې خبر شي او خپل ې برنامې په منظم ډول ولس ته وښايي او په دویم قدم کې د خپل مسوولیت سره سم ولس سره ژمنې وکړي.د ولس څخه مې هم دا غوښتنه داده، چې داسې وړ کاندیدانو ته رایه ورکړي، تر څو په خپله رایه پښیمان نه شي، موږ چې ګورو ولایتي شورا ته ځنو داسو کسانو نوماندان کړي دي، چې د سواد کچه يې ډېره ټیټه وه.))

د ځوانانو د مدني ټولنو یو تن فعال وايي، چې نوماندان تر بریالیتوب وروسته باید په خوست کې د پوهنې او سواد زده کړې پروګرام ته پاملرنه وکړي، ځکه ښه پوهنه د ښې راتلونکې په مانا ده:

((المر خان احمدزوی یم، د خوست ولایت یو تن اوسیدونکی، د ولایتي شورا د نوماندانو نه زموږ یوازینۍ غوښتنه داده، چې زموږ معارف ته کلکه توجه وکړي، تر څو موږ ښه معارف ولرو، کچیرې موږ ښه معارف ولرو، نو ښه راتلونکی به ولرو.))

د تڼیو ولسوالیو د روڼ اندو له ډلې یو تن ځوان د ولایتي شورا راتلونکیو استازیو ته د غوره روغتیايي خدمتونو اړتیا په ګوته کوي او یاد سکټور کمزوری ګڼي:

((زما نوم حبیب الله دی، د تڼیو ولسوالۍ اوسیدونکی یم، زموږ راتلونکې ولایتي شورا ته د نوماندانو نه هیله داده، چې د روغتیا سکټور ته ډېره توجه وکړي، ځکه زموږ د روغتیا سکټور ډېر کمزوری دی، د لارو مشکلات هم ډېر دي، باید دې سکټور ته پاملرنه ډېره وکړي.))

د ښوونکیو له ډلې یو تن که له یوې خوا د افغانانو څخه په ټاکنو کې د پراخه ګډون غوښتنه کوي، بل لوري ته وايي، چې که په ټاکنو کې د خلکو ونډه لږه وي، نو د حکومت په جوړښت کې به يې هم ونډه پیکه او لږه وي، دی د وړ نوماندانو په انتخاب ټينګار کوي:

((زما نوم میرنواز حیدري دی د یو ښوونکی په صفت تاسو سره خبرې کوم، زما د افغانستان د ټولو خلکو نه دا غوښتنه، هیله او ارزو ده، چې په ټولټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي، خپلې رايې د هغو خلکو په ګټه استعمال کړي، چې واقعاً د دې خاورې په درد وخوري، نو زموږ سهم به په دولت کې ډېر شي او که رایې استعمال نه کړي نو همداسې بې برخې به پاتې یو.))

د یادونې وړ ده، ، ولایتي شورا ته د نوماندانو ټاکنیزې مبارزې د سه شنبې په ورځ د یوې میاشتې له پاره پیل شوې، په افغانستان کې شاوخوا دوه زره اوه سوه کسان ولایتي شوراګانو ته ولاړ دي، چې ۶۲ تنو يې د خوست ولایتي شورا ته ځانونه کاندید کړي دي.