اسلام اباد: په قبایلي سیمو کې د پوځي اپریشن پریکړه نه ده کړی

پاکستان ويلی دي چې لا هم په قبايلي سيمو کې د پوځي اپريشن شورو کولو پريکړه نه ده کړی. د پاکستان د کورانيو چارو وزير چودری نثار علي خان پرون د جمعې پر ورځ قامي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې وويل، چې اوس مهال يواځې په ځینو اهدافو کاروايې روانه ده او دوی هڅه کوي چې په کې بې ګنا خلک ونه وژل شي.

پاکستان ويلی دي چې لا هم په قبايلي سيمو کې د پوځي اپريشن شورو کولو پريکړه نه ده کړی.
د پاکستان د کورانيو چارو وزير چودری نثار علي خان پرون د جمعې پر ورځ قامي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې وويل، چې اوس مهال يواځې په ځینو اهدافو کاروايې روانه ده او دوی هڅه کوي چې په کې بې ګنا خلک ونه وژل شي.


د پاکستان سرکاری ټي وي له مخې د کورنيو چارو وزير ويلي دي چې د پوځي عملياتو پريکړه به په مشورې سره کيږي، او که چېرې فصله وشي نو د عملياتو په شورو کېدو کې به دوه اونۍ وخت لګي.

ده زياته کړه چې د ممکنه پوځي عملياتو له ويرې تر ۲۰۰۰ پورې خلکو خپل کورونه پريښې دي چې د مرستې لپاره يې کميټي جوړه کړل شوي ده.

په دی روستيو کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړی وو چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د ناکامۍ او د ملک په ځینو برخو کې د ترهګرۍ پيښو وروستو پاکستان حکومت په شمالي وزيرستان کې پوځي عملياتو شورو کوی.