په اوکراین کې د مظاهره کوونکو استازي او د هیواد مهم سیاسي ګوندونه سلا شوي دي چې پر ملي یووالي د ولاړ حکومت ډله به د کیف د ازادۍ په څلور لاره کې اوکرایني ولس ته وړاندې کوي.
مظاهره کوونکو ولسمشر وېکټور یانوکوېچ له دندې لرې کړ. د میدان شورا اعلان وکړ چې نوی حکومت به نن مازیګر د ازادۍ په څلور لاره کې د خلکو جرګې ته وړاندې کوي.
د ازادۍ څلور لاره چې د میدان په نوم هم پېژندل کېږي – تر درو میاشتو د یانوکووېچ حکومت ضد مظاهرو مرکز وه.
د اودار ګوند ویلېريې پاڅکان وویل، د میدان استازي به په حکومت کې شاملوي. د پارلېمان مشر او د اوکراین لنډمهالی ولسمشر الېکساندر تورشېنوف وايي، پارلېمان به سبا پر ملي یووالي ولاړ حکومت جوړوي.
هلته تورشېنوف نن د چارشنبې پر ورځ د هیواد د ټولو ځواکونو قوماندان په توګه دنده سمباله کړې دي. دا ګام نن د ولسمشر پر ووبپاڼې د خپور شوي ګام تر مخه اخیستل شوی دی.