دا اړیکي، برتانیا هغه وخت پرې کړي ول چې په ۲۰۱۱ز کال کې ایرانیو سختدریځو په تهران کې پر برتانیوي سفارت برید کړی وو. د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند له خولې ویل شوي:
((برتانیا له ایران سره سلا شوې ده چې د پنجشنبې له ورځې به دوه اړخیز اړیکي په مستقیمه توګه د غیر مقیم شارژې دافېیر او چارواکو په وسیله پر مخ وړي.))
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مجید تختروانچي هم اېسنا خبري اژانس ته د دې خبر پخلی کړی دی چې دواړو هیوادونو بیا ډېپلوماټیک اړیکي جوړ کړي دي.
د دواړو هیوادونو اړیکي تر هغې وروسته ښه شول چې د اګست په میاشت کې منځلاري ولسمشر حسن روحاني واک تر لاسه کړ.
د برتانیا نوي استازي اجې شرما د ډېسېمبر په میاشت کې ایران ته تللی وو.