په خوست کې د طبي زدکړو لوی مرکز پرانیستل شو

په خوست کې نوی روغتیايي مرکز پرانیستل شو


(( تر دې وروسته به خوست کې نه یوازې د ګڼو ولایتونو ډاکټرانو او روغتیايي کارکونکیو ته په صحي برخه کې د لا ډېرو زده کړو زمینه برابره شي، بلکې دوی به وکولای شي، د دې ولایت د روغتیايي زده کړو په نوي مرکز کې خپلې طبي، مسلکي، علمي او کاري تجربې هم شریکې کړي. )) دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر هدایت الله حمیدي په خوست کې د روغتیايي زده کړو د مرکز د پرانیستې په
مراسمو کې وکړې.

نوموړی روزنیز صحي مرکز د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د هرات او کندهار ولایتونو څخه وروسته دریم لوی روغتیايي مرکز دی، چې په خوست کې پرانیستل کیږي.

د خوست د روغتیا سرپرست رئیس د خپلو خبرو پرمهال په خوست کې د روغتيايي
زده کړو د مرکز پرانیسته د باکیفیته او معیاري درملنې په ډګر کې ګټورپرمختګ وباله او زیاته يې کړه، چې نوموړی مرکز د ولايتي ادارې د پرله پسې هلو ځلو او د عامې روغتیا وزارت د چارواکیو په ځانګړې پاملرنه خوست کې خپل فعالیت پیلوي.

د هغه په خبره د دې مرکز پرانیسته له یوې خوا د روغتیاپالانو د علمي کچې په لوړونه کې اغېزمن تمامیږي، بلخوا د بیلابیلو ولایتونو د روغتیاپالانو د ګډو زده کړو پر مهال دوی د یو بل له علمي او مسلکي تجربو څخه هم ګټه پورته کولای شي:

((موږ په دې ځای کې که له یوې خوا د روغتیايي روزنیز مرکز پرانیستنه کوو، بل لوري ته هغه تجربې چې د اتو ولایتونو د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې دوی سره دي، یا زموږ سره دي، هغه سره شریکیږي او په اینده کې به د دې مرکز په واسطه موږ وکولای شو، چې هغه ستونزې او مشکلات چې موجودې دي د حل له پاره يې لازمې لارې چارې ولټوو.))

د نوموړي مرکز په پرانیسته کې د ځايي ډاکټرانو سربیره د کنړ، لغمان،ننګرهار، غزني، لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو او د روغتیا وزارت یو شمېر سلاکارانو هم ګډون کړی وو.

د عامې روغتیا وزارت یو تن سلاکار ډاکټر حبیب الرحمان د دې مرکز پرانیستنه د یاد ولایت د روغتیا د برخې مسوولینو د همیشنیو غوښتنو او ددوی د ډېرو هلو ځلو پایله وبلله، هغه هیله وښوده چې دا ډول مرکزونه دافغانستان په نورو ولایتونو کې هم پرانیستل شي:

((د دې روغتيايي مرکز جوړول او د دې روزنیز مرکز پرانیستنه د خوست د روغتيايي ټیم د پرله پسې هڅو ښودنه کوي، په اصل کې دا مرکز د هېواد په کچه دریم مرکز دی، اول يې په هرات کې، دویم يې په کندهار کې او دریم يې په خوست کې دی. موږ هیله من یو، چې د دې مرکز په دوام په نورو ولایتونو کې هم د خپلو تمویلونکیو مرستندویه موسساتو په همکارۍ دا ډول مرکزونه جوړ او پرانیزو.))

د خوست ولایت مقام مرستیال عبدالواحد پټان سره له دې چې په خوست کې د نوموړي مرکز په پرانیسته خوښي څرګنده کړه، تر څنګ يې په دې ولایت کې د خلکو یو شمېر مهمو روغتیايي اړتیاوو او ضرورتونو ته هم اشاره وکړه:

((په خپله د صحي مرکزونو په منځ کې شته واټنونه، له دومره اوږدو فاصلونه هغو مرکزونو ته د خلکو ورتګ، د نورو ښځینه او نارینه ډاکټرانو استخدامول، دوی ته د نویو کلینکونو جوړول، همدارنګه د باکیفیته دوا درملو وړاندې کول، دا ټول که سره راټول کړو، د طبي وسایلو او پرسونل په شمول باندې دې ټولو ته لاسرسۍ دا صحي خدمات دي، چې خوست کې باید پراخ شي.))

د یادونې وړ ده تر اوسه هم د خوست په روغتونونو او صحي مرکزونو کې د لازمو روغتیايي خدمتونو، نه شتون او په ښار کې د بې کیفیته دوا درملو کارونه، همدارنګه د روغتيايي خدمتونو څخه د پوره نظارت نه کول او نور، هغه مهمې ستونزې دي چې ډیری خوستوال ورنه ډېر کله شکایت کوي.