کاندیدان باید د انتقالي عدالت د پروسې په اړه روښانه تګلارې ولري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون مشری سیما سمرد یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل د جمهوري ریاست کاندیدان باید د جګړې د قربانیانو درناوی وکړي. نوموړې دا خبرې په کابل کې د افغانستان په ملي آرشیف کې په هغه نندارتون کې وکړې چې د تیرو شاوخوا درې نیمې لسیزو دجګړې د قربانیانو د نښې او اثار پکې ایښودل شوي وو.