فېسبوک لویېږي خو موږ هم ورسره لویېږو که څنګه؟

موږ باید تل د بورا غوندې پر ګلونو راتاوو شو نه د مچانو غوندې پر چټلیاتو کښېنو.

فېسبوک د نوې نړۍ د میلیونونه وګړو ګډ کورګۍ ګرځېدلی دی چې د لربر له ګوټ ګوټه پکې د هر نوغ وګړي له یو بل سره اشنا دي. خو پوښتنه دا ده چې موږ په دغه ټولنیزه هجره کې تر څومره کچې خپلمنځی زغم خپل کړی دی. څومره مو له ښکنځلو، پوچو او بدرد خبرو ډډه کړې.

پر فېسبوک ښکنځلې کول:

د بودايي مذهب بنسټګر سدارتا چې د ګوتم بود په نامه پېژندل کېږي، د ښکنځلو په باب یې یوه کیسه ډېره مشهوره ده، چې ویل کېږي، یو چا ورته بدرد او ښکنځلې کولې، نو هاغه ښکنځلکوونکي ته وویل، کله چې یو څوک تا ته سوغات درکوي، او ته یې وانخلې نو دا سوغات د چا شو، ښکنځلکوونکي ورته وویل چې د سوغات ورکوونکې، نو بودا ورته وویل دا کوم سوغات چې ته راکوې زه یې نه اخلم نو مهرباني وکړه له خپل ځان سره یې کښېږده.


ګرانو ملګرو: په کار ده چې کله ؛موږ پر ولسي رسنیو خپلې څرګندونې کوو، نو باید له خپل اسلامي او افغاني چوکاټ سره سکښتې یې وکړو، داسې نه چې برناحقه د یو چا زړه ازار کړو.

موږ باید تل د بورا غوندې پر ګلونو راتاوو شو نه د مچانو غوندې پر چټلیاتو کښېنو.

فېسبوک د هر یو تن شخصي کورګۍ دی، او هېڅوک نه غواړي چې کور او کورنۍ یې په بدنامه یاده شي، او د خپل دغ شخصي درشل درناوی په پوچ رد خبرو بې ځایه خرابه کړي.

هر کله چې د یو چا پر لیکنه څرګندونې کوو، باید په خپله ککرۍ کې د مغزو تر راډار یې چاڼ کړو او بیا ورته په سړه سینه ځواب ووایو.

د غني خان یو شعر دی

؛کعبه جوړه ابراهیم کړه زه جوړ کړی یم الله؛

مانا چې انسان د لوی څښتن په کاینات کې یو له غورو مخلوقاتو ګڼل کېږي او د هغې لوی سبب دا دی چې په موږ کې لوی الله د خپلمنځي خپلوۍ عنصر زېږولی دی، چې د یوه بل په دړد پوهېږو. او بل ته دړد رسول خپلځان خوږول دي.

خوشال خان خټک بابا وايي:

که دې زړه وي چې بد نه مومې له چا نه
اول ته پرېږده د بدو خصلتونه

له هر چا سره نرمییه ملایمت کړه
ګوندې وي چې په دا خپل کړې د چا زړونه

که دې زړه دی چې د عیب ښکاره نشي
چا ته مه شمېره د خلکو پټ عیبونه