'يوازې د يوه هيواد سوله سيمې ته کراري نشي راوستلای'

د افغانستان او پاکستان بېرغونه

پراګ : د پاکستان وزيراعظم نواز شریف له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د تېرې چارشنبې په ورځ څلور کسیزه کمېټه وګمارله. بلخوا په افغانستان کې د سولې عالي شورا د درو کالونو راهيسې د سولې په بهير کې کار کوي.

د سولې د دا ډول جرګګيو د رول او اغېز او په دواړو هيوادونو کې د سولې د امکاناتو په اړه مشال راډيو او آزادي راډيو په ګډه يو ساعته بحث درلودی.

د دې بحث مېلمانه له پېښوره د پاکستان د مذاکراتي کمېټۍ غړی او په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مومند، د سياسي چارو کارپوه پروفېسر خادم حسېن، او له کابله د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امين وقاد او د سياسي چارو کارپوه پوهاند نصرالله ستانکزی ول.

دا بحث چې عصمت څاروان او احمد شاه اعظمي يې کوربانه ول، په لاندې لينک کې اورېدلای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په افغانستان او پاکستان کې د امن په اړه ځانګړی بحث دلته واوری