د شام د حکومت او اپوزیشن خبرې اترې دوام لري.

د شام د حکومت او اپوزیشن ترمنځ په جنېوا کې نیغ په نیغه خبرې اترې نن په دریمه ورځ هم دوام لري.

په دې مسله کې د ملګرو ملتونو استازي لخدار براهیمي ویلي ، دی تمه لري چې د ملګرو ملتونو له منصوبې سره سم به پر لنډمهاله حکومت خبرې پیل شي.

اپوزیشن ټینګار کوي چې ولسمشر بشارالاسد ته دې د لنډمهاله حکومت په جوړو لو کې برخه نه ورکول کیږي خو د شام حکومت د اپوزېشن دا غوښتنه ردوي.

د شام حکومت ویلي ، له محاصره شوي حمس ښار څخه ماشومانو او ښځو ته د وتلو اجازت دی.

د شام په مرکز کې پروت حمس ښار د جګړې یو میدان ګرځېدلی دی.