کابل کې برېد د ځوان امرالدین ارمانونه خاوری کړل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کابل ښار په وزیر اکبر خان سیمه کې پر لبناني رسټورانټ ځان وژونکي برید، د امرالدین په نامه یو، دوه ویشت کلن زلمی هم وواژه. کورنۍ یې د چهارشنبې په ورځ مشال راډیوته وویل، زوی یې په دې رسټورانټ کې شپه او ورځ د ګارسون او ګارډ په توګه کارکاوه څو د کور خرڅ وګټي او دومره پیسې جمع کړي چې کوژدن پرې وکړي. راپورونه وایي، په دې حمله کې، دیارلس بهرنیان او اته افغانان وژل شوي دي.