د بلوچستان پر ستونزه مو ټول ګوندیزه غونډه رابللې. زیارتول

د بلوچستان اطلاعاتو وزير عبدالرحيم زيارتوال

د ټول ګوندیزې غونډې موخه د صوبې د اوسنيو ستونزو د حل په لړ کې له سياسي مشرانو مشورې اخیستل کيږي.

د بلوچستان اطلاعاتو وزير عبدالرحيم زيارتوال د زيارت په ورځ له مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې صوبايي کابينې د ټولو ګوندونو د کانفرنس رابللو منظوري ورکړې ده.


د ده په خبره په کانفرنس کې به د صوبې د اوسنيو ستونزو د حل په لړ کې له سياسي مشرانو مشورې اخیستل کيږي.

تر دې وړاندې د تيرکال د سیتېمبر په میاشت کې په اسلام آباد کې د پاکستان په کچه شوي ټول ګونديز کانفرنس کې د بلوچستانزيراعلی ته له بلوڅ آزادي غوښتونکو سره د خبرو اترو ويل شوي وو. په راتلونکي کانفرنس کې به دا مسئله هم بحث کيږي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عبدالحي کاکړ راپور