په سوات کې پوځي چاوڼۍ جوړېږي

د پاکستان وزیر اعظم میا نواز شریف په ملاکنډ کې د یوې پوځي چاوڼۍ جوړولو اعلان کړی دی.


نوموړي دا اعلان پرون د چارشبنې پر ورځ د سوات په سرکټ هاوس کې د یوې غونډې پر وخت وکړ.

په غونډه کې د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف هم موجود وو. د مشال راډیو خبریال وايي، دا پوځي چاوڼۍ به په تحصیل کبل، مټه او خوازه خېلې کې جوړېږي.

نواز شریف تر غونډې مخکې په سیدو شریف کې د روزګار لپاره د پورونو یا قرضو د یوې پروژې پرانیسته هم وکړه.