میدان وردګ:د دوه طالب قوماندانانو په ګډون اته تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په بمبايي،خیرخانه او مداد سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې کې د یو وسله وال طالب قوماندان په ګډون دوه تنه وژل شوي او د یو بل طالب قوماندان په ګډون شپږ نور ټپیان شوي دي.
په میدان وردګو ولایت کې د دوه طالب قوماندانانو په ګډون اته تنو ته مرګ ژوبله اوښتې سلګونه کیلوګرامه چاودیدونکي توکې هم لمنځه وړل شوي دی.

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په بمبايي،خیرخانه او مداد سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې کې د یو وسله وال طالب قوماندان په ګډون دوه تنه وژل شوي او د یو بل طالب قوماندان په ګډون شپږ نور ټپیان شوي دي.

همدا راز د دغه نشتې کې د نورو چاویدونکو توکو ترڅنګ شاوخوا شپږ سوه کیلوګرامه چاودیدونکې توکې هم کشف او لمنځه وړل شوي دي.

امنیتي ځواکونو د دغه نښتې وروسته په سیمه کې عملیات ترسره کړي،چې په کې دولس بورې چاودیدونکي توکې،چې بنځه سوه اته اتیا کیلوګرامه توکې په کې ځای پرځای شوي وو،کشف او لمنځه یوړل .

همدا راز د دغه عملیاتو کې امنیتي ځواکونو پنځه ویشت د مزائیل مرمۍ او څلور حلقې د وسایطو ضد ماینونه کشف او پرته له کوم زیانه لمنځه یوړل .

په ترسره شوې نښته او عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

عطاالله خوږیاڼی