په هنګو کې د اور لګېدو په پېښه کې درې کسان مړه شوي

په هنګو کې په یوه کور کې د اور لګېدو په پېښه کې درې کسان وژل شوي دي.


پولیسو نن (پنجشنبه) مشال راډيو ته وویل چې پېښه سهار وختي د کاهي په سیمه کې هغه وخت شوې ده چې د کورنۍ غړي ویده ول. په اور کې د کور خاوند خان ضمیر، د ده ښځه او شپږ کلنه لور وژل شوي دي.