د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست وايي، په ځانګړو عملياتو کې يې د وسلوالو طالبانو يوه پنځلس کسيزه ډله نيولې ده.
دغه رياست وايي، دغو وسلوالو په دې ولايت کې پوليس، قومي مشران او د موسسو کارکوونکي ترور کول.
دغه کسان چې وسلې يې هم مخې ته پرتې وې، پرون د سېشنبې پر ورځ خبريالانو ته وښوول شول.
د کندهار د مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې وويل، د مولوي عبدالرشيد په نامه يوه طالب مشر د دې ډلې مشري کوله، چې په مولوي منيب مشهور و.