په بنګله دېش کې انتخبات روان دي

نن په بنګله دیش کې خلک په عمومي انتخاباتو کې خپلې رایې استعمالوي.

داپه داسې حال کې ده چې په تیرو څو اونیو کې د اپوزیسون له خوا په مظاهرو کې سل کسان وژل شوي دي.

همدارنګه چارواکي وايي په ټول ملک کې د سلو پورې د رایو مرکزونه شوزول شوي هم دي. دهیواد داپوزیسون یوازیني مهم ګوند بنګله دیش نیشنل پارټي دانتخاباتو د بای کاټ او د دورځني احتجاج اعلان کړی دی.

وزیر اعظمې شیخ حسینه واجد د اپوزیسون دغه غوښتنه رد کړې چې هغه دې یوې خواته شي او د اتنخاباتو څارنه دې نګران ( سرپرست ) حکومت وکړي. دانتخاباتو د امنیت د ساتلو لپاره ۵۰ زره امنیتي سرتیري موظف کړای شوي دي.