د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون نن اندیښنه څرګنده کړه چې له دې هیواده د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره به د ښځو حقونه په پراخه اندازه تر پښو لاندې شي.
ددې کمیشن مشرې سیما سمر رویټرز خبري اژانس ته د اتوار په ورځ وویل چې په تیر ۲۰۱۳م کال کې د افغان ښځو خلاف زور زیاتی او تاوتریخوالۍ زیات شوی.
د هغې په خبره د ښځو د پوزې،او غوږونو د پرې کولو ترڅنګ پر هغوي د جنسي تیري پیښې هم ثبت شوي دي.
د افغانستان د بشر ي حقونو کارکونکي بیا وایې د زاړه رواجونه او د ښځو د حقونو په اړه د قوانینو نه عملي کیدل ،د تاوتریخوالي لوی وجوهات دي.