اسلام اباد: د مذهبي ډلې د وژل شوو مشرانو جنازه د پارلمان مخ ته وشوه

د اهلسنت والجماعت غړي په اسلام اباد کې

ریاض موساخېل
مشال راډیو

اسلام اباد:
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د مذهبې ډلې د دوو وژل شوو مشرانو د جنازې لمونځ نن د دې ملک د پارلمان مخې ته وشو.

د مذهبي ډلې اهلسنت والجاعت دا دوه مشران د جمعې په ورځ د اسلام اباد په (آی ، اېټ) نومي سیمه کې د نامالومو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.

یادې ډلې لومړی پرېکړه کړېده چې د خپلو وژل شوو مشرانو جنازې به په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته ادا کوي خو بیا د اسلام اباد انتظامي چارواکو ورسره خبرې اترې وکړې او هغوی یې پر دې سلا کړل چې د ملګرو ملتونو د دفتر پر ځای د پارلمان مخې ته ولاړ شي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اسلام اباد د پېښې په اړه نور تفصیل دلته اورېدلای شی



د اهلسنت والجماعت مذهبي ډلې غړي په اسلام اباد کې د خپلو وژل شوو مشرانو د جنازې په مراسمو کې

یوه میاشت وړاندې هم د اهلسنت الجاعت د پنجاب صوبې مشر شمس الرحمان معاویه د نامالومو کسانو په ډزو په لاهور کې وژل شوی وو.