د اسلامي هېوادونو سازمان د افغانستان سولې برخه کې مرستې کوي

د افغانستان د سولې د عالي شورا مسوولین سعودي عربستان ته د دې شورا د پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک بولي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مسوولین وایي چې د اسلامي هیوادونو د سازمان غړیو ژمنه کړې چې په دې هېواد کې به د سولې د راوستو په برخه کې مرسته وکړي.


د افغانستان د سولې د عالي شورا مسوولین سعودي عربستان ته د دې شورا د پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک بولي.

د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد د جمعې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې په سعودي عربستان کې د اسلامي هیوادونو د سازمان غړیو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د سولې راوستو په برخه کې مرسته وکړي.

خو مولوي شاهد وویل چې د دې سفر نور جزیات به وروسته خپاره شي.

"د سولې په هکله مهمې او مرکزي خبرې شوې دي او هغوی په دې برخه کې د همکارۍ وعده کړې وه او ژمنه یې دا وه چې، په افغانستان کې د سولې لپاره د سولې له عالي شورا او د عالمانو له شورا سره همکاري کوي.

دا د سولې لپاره یو مهم او مثمر سفر دې او د دې سفر په تعقیب چې څه اجراآت او هلې ځلې کیږي جزیات به یې وروسته شریک کړو."


مولوي شاهد وایي چې، د اسلامي هېوادونو د سازمان غونډه تېره اوونۍ د سعودي عربستان د جدې په ښار کې جوړه شوې وه.

دی وایي چې، د سولې د عالي شورا یوه پلاوی هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره تیره اوونې سعودي عربستان ته تللې وو.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مسوولین وایي چې؛ اسلامي هېوادونه کولای شي، د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې مثبت رول ولوبوي.

د اسلامي هېوادونو وروستي کنفرانس په افریقايي هېواد ګانا کې جوړ شوی و چې د افغانستان د سولې په اړه څو پرېکړې په کې شوي وې.

په یوه پرېکړه کې د اسلامي هېوادونو د سازمان له غړو هېوادونو غوښتنه شوې وه چې د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.

خو یو شمیر افغان کارپوهان بیا سعودي عربستان ته د سولې د عالي شورا سفر له لاسته راوړنو ډک نه بولي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې؛ د افغانستان جګړه سیاسي جګړه ده او دا ډول سفرونه د سولې راوستو په برخه کې هیڅ مرسته نه کوي.

"د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې په یو مناسب وخت کې پاکستان ته سفر کوي، زما باور دا دی چې د افغانستان جګړه مذهبي او اسلامي نه ده، دا جګړه د قدرت او د څوکۍ لپاره ده او تر څو چې د قدرت او نیابت خبره وي، نو زه فکر نه کوم چې دا تګ راتګ دې د سولې په برخه کې مرسته وکړي."

خو افغان حکومتي چارواکي بیا وایي چې سعودي عربستان کولای شي، د افغانستان د سولې پروسې د بریا او له افغان دولت سره د طالبانو خبرو ته په حاضرولو کې مهم رول ولوبوي.

د سولي د عالي شورا مسوولین هم هیله مند دي چې د اسلامي هیوادونو د سازمان غړي به وکولی شي؛ د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.