د بدخشان په غرنیو سیمو کې د سپین پړانګانو نسل ډیر شوی

د بدخشان په غرنیو سیمو کې سپین پړانګ او مارکوپولو غرڅې نسل ډېر شوی دی.


د بدخشان د چاپیریال ساتنې ادارې رییس غلام نبي سرفراز مشال راډيو ته وویل، د دوی سروې ښیي چې د تېرکال په نسبت د دغو حیواناتو نسل ډېر شوی او پنځوس تر ۶۰ سپین پړانګان او تر زرمارکوپولوغرڅې د پامیر او واخان په غرنیو سیمو کې موجودې دي.

ښاغلي سرفراز زیاته کړه، په وروستیو درېيو لسیزو جګړو کې د دغو ژوو نسل ډېر کم شوی او یا هم د خلکو له خوا ښکار شوي دي.