په پېښور کې پولیسو یو سرکاري ملازم وژلی

په پېښور کې خلکو د یوه کس تر وژنې وروسته د پولیسو څوکۍ ته اور لګولی دی. د مشال راډیو خبریال وايي، دا پېښه نن له پېښور پوهنتون سره نېږدې په رېګي سیمه کې تر هغې وروسته وشوه چې پولیسو یو کس وواژه.

په پېښور کې خلکو د یوه کس تر وژنې وروسته د پولیسو څوکۍ ته اور لګولی دی.

د مشال راډیو خبریال وايي، دا پېښه نن له پېښور پوهنتون سره نېږدې په رېګي سیمه کې تر هغې وروسته وشوه چې پولیسو یو کس وواژه.


د ده په خبره، د ډي اېس پي شاه نواز په مشرۍ پولیس د لټون عملیاتو پر مهال یوه کور ته ورننوتل. کور د درو وروڼو وو. پولیسو درې واړه د باندې بیولي دي او وروسته یې یو کس وژلی دی.

تر دې وروسته قهرجنو خلکو غوښتنه وکړه چې پولیس افسر شاه نواز دې له دندې لرې کړل شي. پولیسو د شاه نواز پر ضد د وژنې رپورټ دایر کړی دی.

پېښور

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پېښور