'ما سره غم د پښتونخوا دی' قمر راهي مړ شو

داسې حالاتو کې تش سر خو پټول هم نه دی ما سره غم د پښتونخوا دی پښتانه ورکېږي

داسې حالاتو کې تش سر خو پټول هم نه دی
ما سره غم د پښتونخوا دی پښتانه ورکېږي


د پښتو ژبې شاعر، اديب او افسانه نګار قمر راهي د تير زيارت په ماښام مردان کې د زړه د دورې له کبله مړ شو.

نن د جمعې ورځې پر يوولس بجو به يي د مردان په پيرانو ډاګه کې د جنازې لمونځ ادا کيږي.

نوموړي په پښتو ادب کې يو ځانګړى مقام لرلو . د ښه شاعر او ليکوال په ترڅ کې تمغه امتياز يا صدارتي تمغه هم ورته ورکړل شوې وه.


که مردان دی د بادارو
د مردان غزل زما دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

لیکوال قمر راهي مړ شو