مومند اېجنسۍ کې وسله والو ۱۲۱ سکولونه وران کړي

د مومندو خلک وايي، که یو خوا یې په سکولونو کې د ماشومانو د ناستې لپاره کوټې ، ټاټونه، کرسۍ او اوبه نشته نو بلخوا استادان هم خپله دنده په ښه توګه نه ترسره کوي.


په مومندو ایجنسۍ کې د وسله والو په بریدونو کې تر اوسه څه باندې ۱۲۱ سکولونه ړنګول شوي دي چې ډېری یې په تحصیل ساپو کې په نخښه شوي دي.


د دغه سیمې ولس وايي چې د سکولونو په کنډکپرو ودانو کې یې ماشومان ډېر په تکلیف او ستونزو کې زدکړې کوي. دوی زیاتوي که یو خوا یې په سکولونو کې د ماشومانو د ناستې لپاره کوټې ، ټاټونه، کرسۍ او اوبه نشته نو بلخوا استادان هم خپله دنده په ښه توګه نه ترسره کوي. د وی په خبر ګڼ استادان یې له ډیوټیو غیر حاضر وي.

د مشال خبریال شاهنواز ترکزي ګزارش

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

مومند اېجنسۍ کې وسله والو ۱۲۱ سکولونه وران کړي