ډېره اسماعیل خان: د پاکستاني پوځ د بمباریو پر ضد لاریون وشو

د میرعلي بازار یوه کوڅه

سېلاب محسود / عمر دراز وزیر

په ډیره اسماعیل خان کې د ګومل پوهنتون زده کوونکو په میر علي کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د بېګناه خلکو د وژنې پر ضد لاریون او احتجاجي غونډه کړې ده.

په مظاهره کې شریکو کسانو په خپلو شعارونو کې پاکستاني پوځ ته په اشاره کولو وویل چې ً دا چې ترهګري ده ، د دې تر شا درېشي دهً.

قهرجنو مظاهره چانو د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د شمالي وزیرستان به میرعلي کې دي د بې ګناه ولس د وژنې په اړه پلتنې وکړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په ډېره اسماعیل خان کې د شوې مظاهرې په اړه رپوټ دلته واوری


په قبایلي سيمه شمالي وزيرستان کې نن په شپږمه ورځ هم پر ګرځېدلو بندیز یا کرفيو نافز ده. ځايي خلک وايي چې دوی په سختو مشکلاتو دي.

ځايي خلکو نن (یکشنبه) مشال راډيو ته ویلي چې دوي د خوراکي شيانو او نورو اسانتياو له کمښت سره مخامخ دي.

په شمالي وزيرستان کې پر ګرځېدلو له هغه وروسته بندیز ولګېد چې د تير زيارت په ورځ په ميرعلي او شاوخوا کلیو د پاکستان امنيتي ځواکونوبمبارۍ وکړې.

د ميرعلي اوسېدونکي وايي چې د پوځ په بمبارۍ کې شاوخوا ۴۴ کسان وژل شويدي.
پوځ د ولسي وګړو د وژل کيدو په اړه څه نه دي ويلي البته ادعا کوي چې اوويشت وسله وال يي وژلي دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د شمالي وزیرستان د حالت په اړه تازه رپوټ دلته واوری.


د پاکستاني پوځ له بمبارۍ وروسته د میرعلي د یو جومات حالت


د پاکستاني پوځ له بمیارۍ وروسته د میرعلي بازار د یو بل جومات حالت