'که د پښتنو غوندې ناورین پر پنجاب وای، حل به یې راوتی وای'

افراسیاب خټک

افراسیاب خټک وايي، چې په پاکستان کې ځینې خلک مکمل ښاریان دي او د پښتنو په ګډون یو شمېر نور بیا د دویمې او درېیمې درجې وګړي ګڼل کېږي.

د پاکستان په سېنېټ کې د بشري حقونو د کميټۍ مشر افراسياب خټک نن د سېنېټ په غونډه کې د شمالي وزيرستان په ميرلي کې د ولسي خلکو وژنه غندلې او ويلي دي چې که څه هم پاکستان قبايلي سيمې د افغانستان په ګډون د نورو هيوادونو په اړه د خپلې بهرنۍ تګلارې د پرمخ بیولو په لړ کې د خپلې یوې سټراټجيکې سيمې په توګه کاره وي خو د دې سيمې خلکو ته هېڅ پاملرنه نه کوي.


د مشال راډيو له همکار اسرار عالم مومند سره په یوه ځانګړې کې افراسیبا خټک وویل، چې په پاکستان کې ځینې خلک مکمل ښاریان دي او د پښتنو په ګډون یو شمېر نور بیا د دویمې او درېیمې درجې وګړي ګڼل کېږي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتنو غوندې ناورین ته که پنجاب مخامخ وای حل به یې راوتی وائ. افراسیاب خټک