په شمالي وزیرستان کې امنیتي سرتېرو د خلکو پر کورونو او بازار توغندي ورولي دي چې پکې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي دي.
په شمالي وزیرستان کې امنیتي سرتېرو د خلکو پر کورونو او بازار توغندي ورولي دي چې پکې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، دا بریدونه د پنجشنبې پر ورځ په میرعلي کې شوي دي.
د دوی په خبره، په شیرین هوټل د توغندیو لګېدو په پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي دي.
پر میرعلي بازار د مارټر ګولیو لګېدو په پېښه کې یو بنوڅی مزدور او دوه افغان کډوال وژل شوي دي.
پر یوه کور د ګولې پرېوتو په پېښه کې یوه ښځه او درې بچي یې وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د دوی سرتېرو توغندي نه دي ورولې بلکې په نښته کې یې ۳۲ وسله وال وژلي دي.
تر دې مخکې د چارشنبې پر ماښام ځانمرګي بریدګر له باروتو ډک ټرک له کجوري پوستې سره نېږدې د امنیتي سرتېرو د یوې کلا له وره سره وجنګاوه.
د چارواکو په خبره په دې حمله کې څلور سرتېري وژل شوي، او ۳۵ ژوبل دي. ژوبل سرتېري د بنو او کواټ پوځي روغتونونو ته رسول شوي دي.
روغتیايي چارواکي وايي، په ژوبلو کې د پینځو سرتېرو حالت خراب دی.
وسله والې ډلې انصارالمجاهدین د حملې پړه منلې ده. د ابو بصیر په نوم یو کس چې ځان د دې ډلې ویاند بولي مشال راډیو ته وویل، دوی دا حمله د طالبانو پخواني مشر حکیم الله مسود د وژنې بدل لپاره کړې ده.