اونۍ کې دننه ټول تریتم کړي کسان غواړو. مشر قاضي

مشر قاضي افتخار محمد چودري

افتخار چودري ویلي، حکومت دې د هغو کسانو پر ضد کار روايي وکړي چې د خلکو تری تم کولو په معاملو کې ککړ دي.

د پاکستان مشر قاضي افتخار چودري حکومت ته امر کړی دی چې په اووه ورځو کې دې ټول ورک کړل شوي کسان عدالت ته وړاندې کړل شي.


ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اونۍ کې دننه ټول تریتم کړل شوي کسان غواړو. مشر قاضي


نن عدالت په خپل امر کې دا هم ویلي دي چې د خلکو د ورکولو په ډول کارونو مخنیوي لپاره دې وفاقي حکومت قانون جوړ کړي. افتخار چودري ویلي، حکومت دې د هغو کسانو پر ضد کار روايي وکړي چې د خلکو تری تم کولو په معاملو کې ککړ دي.

تېره ورځ هم چودري د یوې پرېکړې اورولو پر وخت ویلي ول چې د خلکو ورکول په نړیوال قانون کې جرم دی. ده ویلي ول چې که وزیر اعظم وغواړي نو د ورکو شویو کسانو مسله په یوه ورځ کې هوارولای شي.