تحریک انصاف پښتنو ترانسپورټرانو ته۵۰ اربه روپۍ تاوان واړولی

په پاکستان کې د ټرانسپورټرانو ټولنې مشر وايي، د تحریک انصاف د احتجاج له کبله ورته د پنځویشت اربه روپۍ تاوان ور رسېدلی دی.

په پاکستان کې د ټرانسپورټرانو ټولنې مشر وايي ، د تحریک انصاف د احتجاج له کبله ورته د پنځویشت اربه روپیو تاوان ور رسېدلی دی.


دا خبره د پنجشنبې په ورځ په کراچۍ کې د ټول پاکستان د ټرانسپورټرانو د ټولنې جنرل سیکرټري حنیف مروت مشال راډیو ته وکړه.

هغه وویل ، په پېښور کې د تحریک انصاف د روان احتجاج له کبله یې تر ۱۵۰۰۰ زیات ټېنکرې له تېرو شاوخوا دوو اونیو بې مزدورۍ ولاړې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

بوريوال کاکړ



خو د خیبر پښتونخوا اطلاعاتو وزیر او د تحریک انصاف غړی شاه فرمان وايي، فکر نه کوي چې ټرانسپورټرانو ته دې دومره لوی زیان رسېدلی وي.

تحریک انصاف او جماعت اسلامي د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ضد په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو ته د سامان وړونکو لاریو مخه نیولې ده.