پر تورخم کسټم دفتر ځانمرګی برید ۲۴ کسان ژوبل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پر تورخم کسټم دفتر ځانمرګی برید ۲۴ کسان ژوبل

د لنډي کوتل روغتون د چارواکو په خبره چې د څلورو کسانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی او د پېښور روغتون ته یې استولي دي.


د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل چارواکي وايي، نن د پنجشنبې سهار په تورخم پوله په پاکستاني کسټم هاوس کې یوه بمی چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۲۴ کسان ژوبل شوي دي.


په ژوبلو کې د کسټم ادارې کارکونکي شامل دي.

دوی وایي چې دغه چاودنه په داسې حال کې وشوه چې په کسټم هاوس کې د افغان ټرانزټ ټرېډ او د نېټو رسد ګاډو د اسنادو تر کسټم تېرېدل روان ول.

د دغې پیښې وروستو سمدستي امنیتي ځواکونو دغه سیمه په خپله ولکه کې واخیسته او د تورخم پوله یې د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړله.

د لنډي کوتل روغتون د چارواکو په خبره چې د څلورو کسانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی او د پېښور روغتون ته یې استولي دي.

د پیښې یو عیني شاهد حلیم الله مشال ریډيو ته وویل:

''په دې وخت کې زه د ګاډو د کسټم کاغذونو دستخط کولو لپاره په کسټم هاوس کې ولاړ ووم چې یو درز وشو یو پړک او شنه لمبه مې ولیده چې په دې ودانۍ کې تاویده، بیا راته پته نه ده لګیدلې خو کړکۍ او دورازه راباندې راپریوته،سر او غوږونه مې خوږ دي''

یو بل عیني شاهد او ژوبل شوی تن اختر ولي وايي:

''ما ګیټ پاسونه لیکل چې په دې کې مې یو ماشوم ولیده چې ځان یی والوځولو، زه پر یو میز راپریوتم او ژوبل شوم ما سره په خوا کې نورو ژوبل شوو کسانو چغې وهلې چې موږ اوچت کړی خو ما نه شو اوچتولی ځکه چې زه هم ژوبل پروت وم، ما د هغه کمعمره تن چې ځانمرګی وو د بدن غړي هم ولیدل''

د لنډي کوتل اسسټنټ پولیټیکل ایجنټ طیب عبدا لله په وینا دا یو ځانمرګی برید وو چې یو کمعمره تن تر سره کړی دی او خوا وشا شپاړلس کلن معلومېده، اود برید ګر د بدن غړي یې په خپله ولکه کې اخیستې ده، او د دغې پیښې پلټنې یې پیل کړې دي.
د دغې پیښې پړه تر دې دمه چا پر خپله غاړه نه ده اخیستې....