پاکستان کې فرقه ییزه نښتې

په کوهاټ کې د فرقه ییزې نښتو یو تصویر

ورځپاڼي ته د پوليس یوه چارواکي ويلي، شخړه هغه وخت پيل شوه کله چې سني مظاهرچيان تيرا بازار چې پکي د شيعه ګانو دکانونه زيات دي ورننوتل.

وال سټريټ ژورنال وايي، د دوشنبې پر ورځ سني وسله والي ډلي اهل سنت والجماعت چې د پنډۍ ښار له جماعت سره تړاو لري د خېبر پښتونخوا په کوهاټ کې مظاهره وکړه چې وروسته يې د تشدد بڼه واخیسته او د پوليسو په وينا د شیعه ګانو او د وسله والې ډلې د غړو تر مينځ په نښته کې درې کسان ووژل شول.


ورځپاڼي ته د پوليس یوه چارواکي ويلي، شخړه هغه وخت پيل شوه کله چې سني مظاهرچيان تيرا بازار چې پکي د شيعه ګانو دکانونه زيات دي ورننوتل.

چارواکو د حالاتو د قابو کولو لپاره موبائل سروس بند کړی او کرفيو يې ولګوله.

بلخوا وال سټريټ ژورنال د پنجاب د کورنيو چارو سيکټري اعظم سليمان له خولې وايې د يکشنبې په ورځ د پنجاب په ملتان ښار کې د نښتو وروسته ځواکونه ځای پر ځای کړل شو. په دې نښتو کې پنځه څلويښت کسان ټپيان شولو او نوموړي ويلي عسکر به تر نامالومي مودې ځای پر ځای وي.

وال سټريټ ژورنال رپورټ زياتوي د پوځ او پوليسو په لوی شمير کې د شتون سربيره هم د پنجاب په پنډی ښار کې وضع ترينګلې ده.

د ژورنال په خبره د وژل شوو کسانو په جنازو کې ګډون کوونکي زرګونه کسان ډير غوسه وو. يو عيني شاهد وايې، مظاهرچيانو د شيعه ګانو پر ضد شعارونه ورکول.