د پاکستان ګڼو ښارونو کې د عاشورې ماتمي غونډې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان په ګڼو ښارونو کې نن د جمعې پر ورځ شییعه مسلمانانو د عاشورې ماتمي جلوسونه را اېستلي دي. پر دې مهال د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې کلک امنیتي ګامونه پورته کړل شوي دي. د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک د کوهاټ او ډېره اسماعیل خان په ګډون د ټولو ضلعو کمشرانو ته ویلي چې د عاشورې پر مهال دي امنیت باوري کړي. د بلوچستان په مرکز کوټه کې هم د عاشورې ماتمي جلوسونو لپاره ټینګ امنیت نیول شوی دی. له پېښوره د مشال خبریال د ماتمي مراسمو ویډيو راستولې