امریکا: د افغان ځواکونو وژنه زیات شوي


د افغانستان د دفاع وزارت د امریکا د دفاع وزارت هغه راپور رد کړ چې ګوندې سږ کال د افغان ځواکونو تلفات اتیا فیصده زیات شوي دي.

د وسله والومخالفانو د فعالیتونو ډېروالی د امنیتي مسوولیتونو د څلورم پړاو ترسره کېدل او په خپلواک ډول د پوځي عملیاتو ترسره کول د افغانستان دفاع وزارت د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتوالي مهم علتونه بولي.

د دې وزارت چارواکي دا مني چې د تیرکال په مقایسه سږکال د افغان ځواکونو په تلفاتوکې نسبي زیاتوالی راغلی خو دوی یې دقیقه شمېره نه څرګندوي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري د شنبې په ورځ مشال راډیوته وویل چې افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو تشه ډکه کړې او په ډېرو سیمو کې یې په یوازې توګه د وسله والو مخالفانو د پرمختګ مخه نیولې ده.

دی د امریکا د دفاع وزارت هغه راپور ردوی چې وایي، سږکال د افغان ځواکونو تلفات اتیا فیصده زیات شوی دی:

"موږ دا تاییدوو چې، د تېرکال په نسبت سږ کال په نسبي توګه زموږ تلفات زیات دي؛ خواتیا فیصده نه دي.

د تلفاتو ډېروالی هم علتونه لري، لومړی دا چې دښمن هڅه کوله چې ځینې ولسوالۍ، سیمې او ولایتونه ونیسي خو هغوی بریالي نه شول. زموږ ځواکونو په یوازې توګه د دوی مخه ونیوله، خپلواکه عملیات یې ترسره کړل او له خپل هېواد څخه یې دفاع وکړه."

ښاغلي وزیري وویل چې، دا مهال افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونوله مرستې پرته پلانونه جوړوي او د عقاب په نوم د افغان ځوکونوعملیات همدا اوس د افغانستان په څلوردېرش ولایتونو کې روان دي.

پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت په یوه راپور کې چې کانګریس ته یې وړاندې کړی د جمعې په ورځ ویلي چې سږکال په اوړي کې د تیرکال د اوړي په مقایسه د افغان ځواکونوتلفات اتیا فیصده زیات شوي دي.


د امریکا دفاع وزارت همدا راز ویلي چې د ۲۰۱۳ میلادي کال له اپریل نه تر سپټمبر میاشتې پورې د امریکایي او د هغوی د متحدو ځواکونو تلفات د تېر کال د همدې مودې په پرتله شپیته فیصده کم شوي دي.

په عین حال کې د پوځي چارو څیړونکي وایي؛ چې په تېرو څوکلونو کې امریکا او ناټوافغان ځواکونو ته هغه پوځي تجهزات او امکانات برابر نه کړل چې ورته اړتیا وه.

جنرال عتیق الله امرخیل همدې مسالې ته په اشاره وایي چې؛ دا او ځینې نورې نیمګړتیاوې د افغان ځواکونو د تلفاتو د ډیریدو مهم علتونه دي:

"د افغانستان په ملي اردو کې تخنیک ډېر کمزوری دی؛ هوایي ځواک نه لري او دوی په خپل ټټر له هېواد نه دفاع کوي.

د دوی ابتکارات د ښخ شویو ماینونو، انتحاري او ډله ییزو وسله والو حملو او داسې نورو پروړاندې کمزوری دی؛ یعنې ابتکار د دښمن په لاس کې دی.

په دې ټولو کې د بهرنیانو ملامتي نسبت افغان ځواکونوته زیاته ده."

وسله والو طالبانو د روان لمریزکال په سرکې د خالد بن ولید په نوم عملیات پیل کړل؛ د دې عملیاتوپه ترڅ کې هغوی د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې انتحاري او وسله والې حملې او د ماینونو ښخول زیات کړل.

د پوځي چارو څیړونکي وایي؛ که چېرې افغان ځواکونوته امریکا او ناټولازم پوځي تجهیزات ورنه کړي او د افغانستان هوایي ځواک پیاوړی نه کړي؛ نو ښایي چې راتلونکی کال د دوی تلفات نورهم زیات شي.

دوی ټینګار کوي چې، نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې د دې هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په پښو ودروي ترڅو په کمو تلفاتو له خپل هیواد څخه دفاع وکړای شي.