روسیه، چین او هند د افغانستان پر حالاتو خبرې کوي


د روسیې، چین او هند د بهرنیو چارو وزیران به د افغانستان په حالاتو د خبرو لپاره غونډه وکړي.


د روسیې خبري اژانس انټرفکس د دې هیواد د بهرنیوچارو د وزارت په حواله ویلي چې د درېیو هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د نومبر په لسمه په نوي ډيلي کې جوړیږي.

په دې غونډه کې د ایران د اټمي لانجې او سوریې د حالاتو په څير په نورو مهمو نړیوالو مسایلو هم بحث وشي.